د ګوزڼ واکسین پيل شول

comments 0

هندوکش – کابل: شاوخوا ۵ میلیونو ماشومان ته به په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین وشي.
د ګوزڼ واکسین کمپاین تیره ورځ پیل شو چې عامې روغتیا وزارت تمه لري تر پنځو میلیونو زیات ماشومان به واکسین شي.
عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه کمپاین په هغو لرې پرتو سیمو کې پلې کېږي چې د پولیو خطر په ‌کې زیات وي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د قومي مشرانو او ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په مرسته د افغان حکومت له مخالفینو سره یوې هوکړې ته رسیدلي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې به دغه کمپاین پنځه ورځې دوام کوي او په جوماتونو، روغتیایي کلینیکونو یا نورو ټول ګټو ځایونو کې پلې کېږي.
طالبان ځینو سیمو کې واکسینو ته اجازه نه ورکوي چې د ګوزڼ ګواښ یې زیات کړی او ځینو ولایتونو کې مثبتې پېښې هم ثبت شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments