د ګمرک کارکوونکو ته روزنه ورکول کیږي

comments 0

هندوکش – ایران: ایران او جاپان به په ګډه افغان ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام جوړ کړي.
د ایران د ګمرکاتو ادارې د جاپان د نړیوالې همکارۍ له ادارې سره د افغان ګمرک کارکوونکو د روزنې ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
جاپان او ایران دا روزنیز ورکشاپ ځانګړی بللی چې افغان کارکوونکو ته به په کې په دې برخه کې ځانګړي مهارتونه ور زده کړي.
دغه هوکړه لیک په ایران کې د جایکا د استازي یوکي هارو او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی او د دوی له لوري به پلې کیږي.
د ایرنا په نوم د ایراني رسنۍ د راپور له مخې د دغې روزنیز ورکشاپ ډیری اسانتیاوې به د جاپان له لوري چمتو شي.
محمد حنیف بیدار

Comments