د ګشنیزود کوفتې پخول:

comments 0

0 Views

اړین توکي:
چرخ شوې غوښه ۵۰۰ ګرامه
ګشنیز: ۲۵۰ ګرامه
د نخودو اوړه: یوه نیمه یا دوه پیمانې
پخې شوې وریجې :یوه پیمانه
د چرګانو هګۍ :یوه دانه
رومي بادنجان: ۵۰۰ ګرامه
پیاز: دوه عدده
روب :: یوه قاشوغه
مالګه او مرچک: د اړتیا په اندازه
د لیمو اوبه: د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه:
یو دانه پیاز رنده کوو او د چرګ له هګۍ ، مالګې ، مرچکو،وریجو ، د نخودو اوړو او چرخ شوې غوښې سره یې ګډوو ، ښه یې سره مکس کوو ، وروسته دوه تر درۍ قاشوغې ټوټه شوي ګشنیز ورسره یوځای کوو د نیم ساعت لپاره یې پرېږدو،د کوفتې د اوبو لپاره یو بل پیاز ټوټه کوو او په یوه قاشوغه غوړیو کې یې سره کوو او رومیانو رسره ګډوو وروسته رب او لږ اندازه ګشنیز ورسره یوځای کوو، له دې توکو سره د نفر په سر یوه پیاله اوبه اضافه کوو ، له خوټېدو وروسته کوفتې د چارمغزانو په اندازه جوړوو او د کوفتې په اوبو کې یې اچوو .
ټولې کوفتې چې د کوفتې په اوبو کې مو اچولې حرارت باید تر لسو دقیو ډېر کم او ملایم واوسي وروسته له لسو دقیقو د لیمو اوبه ور اضافه کوو او له ۵ دقیقو خوټېدووروسته کوفته تیاره ده .

Share this page to Telegram

Comments