د ګرځندوی لپاره ډاډمن امنیت نشته

comments 0

هندوکش – لیبیا: لیبیا او افغانستان د ګرځندوی لپاره د نا امنو هېوادنو په سر کې قرار لري.
د ایس، او، ایس په نوم یو نړیوال شرکت ګرځندویانو یا سیاحت ګرو ته د نا امنه هېوادونو نوملړ خپور کړی.
په دغه نوملړ کې لیبیا، افغانستان او سومالیا د سیاحت لپاره خطرناک ترین هېوادونه پېژندل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په دغه هېوادونو کې ګرځندوی د سفر پر مهال له سختو صحي او امنیتي ستونزو سره مخ کېږي.
پر دې سربېره، سویلي سوډان، نایجیر او د عاج ساحل هم د نا امنه هېوادونو په لیست کې قرار لري.
برازیل، بولیویا، سعودي عربستان، ایران او قزاقستان بیا په واټونو کې د خطر له امله په دغه لیست کې شامل دي.
د ایس، او، ایس نړیوال شرکت په راپور کې بیا ناروی، فنلاند او ایسلند د سیاحت او ګرځندوی لپاره امن ترین هېوادونه دي.
محمد حنیف بیدار

Comments