د ګرجستان پوځیان افغانستان ته راځي

comments 0

هندوکش ـ ګرجستان: په افغانستان کې د جګړې لپاره ګرجستاني پوځیان هم راځي.
دغه پوځیان چې ساتونکې فرشتې نوم لري افغانستان کې د نفوذي بریدونو د مخنیوي لپاره راځي.
ګرجستاني پوځیانو ته افغانستان ته له راتګ وړاندې روزنه ورکول کېږي چې څنګه کولی شي افغانستان کې د طالبانو له نفوذي کسانو سره جګړه وکړي.
د میلیتاري په نوم یوې امریکایي خپرونې د راپور له مخې، ګرجستاني پوځیانو ته به افغانستان ته له راتګ وړاندې نږدې لس میاشتې روزنه ورکول کېږي.
له هغې وروسته به افغانستان ته راځي او د ساتونکو فرشتو په نوم به د افغان ځواکونو په لیکو کې د نفوذي کسانو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.
ټاکل شوې چې دغه ځواکونه به د راتلونکي ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته راشي.
فروزان سیرت

Comments