د ګاذرو ګټې

comments 0

1- بتاکاروتن: ګاذر ددې انتي اکسیدان غني سرچینه ګڼل کیږي چې په بدن کې په ویتامین A ‌بدلیږی‎ي او د پوستکي د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.
2- هضم: د ګاذرو مصرف د خولې د اوبو زیاتېدو سبب کیږي چې د خوړو په هضم کې ډېر رول لري او ددې خوړو مصرف د معدې د ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
3- پتاشیم: ګاذرې د پټاشیمو غني سرچینه ده چې کولای شي په بدن کې د سودیمه اندازه کنترول کړي او په پای کې د وینې د لوړ فشار څخه مخنیوی کوي .
4- د غاښونو روغتیا: د ګاذرو خوراک د غاښونو مکروبونه وژني او د غاښونو له وراسته کېدو مخنیوی کوي
5- زخمونه : د خامو ګاذرو خوراک د زخمونو او ټپونو په درملنه کې مثبت رول لوبوي
6- کارتنوئیدونه: ګاذر ددې ګټورې مادې په درلودلو سره کولای شي د وینې قند یا شکر کنترول کړي .
7- فیبر: ګاذر د خوراکي فیبر درلودونکې دي او د وینې له لخته کېډو مخنیوی کوي د زړه او سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي .‎

Comments

Leave a Reply