د کډوالو په تړاو ځانګړې ناسته

comments 0

1 Views

هندوکش – بلجیم:اروپايي ټولنې د کډوالو په تړاو ځانګړې ناسته وکړه.
ټول غړي هیوادونه د بلجیم پلازمینه بروکسل کې ټول شوي چې د کډوالو د کړکیچ پر سر غونډه وکړي.
اروپايي کمیسیون کې د کډوالو موضوع وروسته له هغې راپورته شوه چې جرمني او ایتالیا د پناه ورکولو او نه ورکولو موضوع رامخ ته کړه.
نږدې یوه اونۍ وړاندې د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل ایټالیا ته تللې وه او هلته یې د کډوالو ستونزه د ټولې اروپا شریکه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې ژر تر ژره یې باید ټوله اروپا مخه ونیسي.
د فرانسې ولسمشر او یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو هوکړه وکړه چې دغه ستونزه به په ګډه حل کوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments