د کډوالو نړیواله ورځ؛ د طالبانو روانه جګړه به نور ډېر افغانان بې کوره کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شااوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان د نړۍ په اویا هېوادونو کې د کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.
ایران او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات یې افغاناتو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
نور شااوخوا څلور نیم میلیونه افغانان هم په افغانستان کې دننه د طالبانو جګړو له امله له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
یوه هم شاه ګله ده چې د کندهار ولایت له میوند ولسوالۍ څخه د وسلوالو طالبانو جګړو له امله خپل کور پرېښودو ته مجبوره شوې ده.
نوموړې وايي: “هم مې پلار مړ دی او هم مې سړی ‘مېړه’ مړ دی. د طالبانو جګړو له امله مې خپل کوره خالي لاس په دوو پښو راوتلي یو، دغلته په اډه کې ګرځم که کوم کار راته پیدا شي ښه که نه یوه مسلمان ته پلو نیسم چې خیر راکړي ځکه ټول یتیمان را له غاړې دي.”
غلام حضرت چې په دې وروستیو کې د بغلان ولایت په تاله وبرفک ولسوالۍ کې د د طالبانو روانو جګړو له امله له خپلې اصلي مېنې بې ځایه شوی وایي، هرڅه ورڅخه پاتې دي.
دی وايي: “د خلکو د کرکیلي او کرنې وخت دی، غنم لو ته رسیدلي، کچالو باید راټول شي او د شولو د دوهم فصل وخت دی. د طالبانو جګړو له امله خلکو هرڅه پریښي او تښتیدلي. که فصلونه مو، غنم او کچالو له منځه لاړ شي او حاصلات یې راټول نه کړو په ستر مصیبت کې به ولوېږو.”
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند او کمېشنر شکرالله مشکور وایي، په افغانستان کې طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره په هېواد کې دننه د بې ځایه شوېو شمېر هم مخ په زیاتیدو دی.
ښاغلي مشکور زیاته کړه: “له بده مرغه د طالبانو جګړو د زیاتوالي، د وچکالۍ شدت، بې وزلي او بې کارۍ له امله هره ورځ زموږ په داخلي بې ځایه شوېو ور زیاتیږي. داخلي بې ځایه شوي د ټولنې هغه زیانمنونکي قشر دی چې زموږ د نورو هېوادوالو په نسبت له امکاناتو محروم پېژندل کېږي او د ژوند وضعیت له ګواښونو سره مخ دی. دوی نه یوازې د موسمي ناروغیو له امله قربانیان دي، بلکې د کرونا ظالمه څپه هم د نورو په نسبت د دوی لپاره ډېره خطرناکه ده.”
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د بې ځایه شوېو شمېر شااوخوا څلور میلیون کسانو ته رسيږي چې یوازې د روان ۱۴۰۰ کال له پیل راهیسې په دې هېواد کې ۱۲۸ زره او ۸۰۰ تنه کورنۍ د طالبانو جګړو له امله خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وویل: “د روان ۱۴۰۰ کال راهیسې تراوسه شااوخوا ۱۸ زره او ۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي، که دغه رقم له اوو سره ضرب شي، ۱۲۸ زره او ۸۰۰ تنه کېږي، له لغمان، کندهار، هلمند، فراه، کندز او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د د طالبانو جګړو له امله بې ځایه شوي دي. موږ هڅه کوو چې دوی ته د مرستندویه موسسو او هم د کډوالو وزارت له خوا مرستې ورسوو.”
نن د جون شلمه د کډوالو نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د دې وېره شته چې په افغانستان کې د طالبانو د روانې جګړې له امله به ډېر نورې کورنۍ هم مجبوري شي چې له خپلو اصلي مېنو بېځایه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments