د کډوالو د راستنیدو بهیر بیا پيل شو

comments 0

هندوکش – پاکستان: له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر بیا پیل شو.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشرې روندرني ویلي، د کډوالو رضاکارانه راستنېدل پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره یوه ښه حل لاره ده.

تر دې د مخه دغه بهیر د ژمي د رارسېدو له امله درېدلی و.

د راپورونو له مخې، اوسمهال پاکستان کې ۱،۴ میلیونه ثبت شوي کډوال ژوند کوي او تر اوسه ۴،۴ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

افغان کډوالو سره د راستنیدو پرمهال نغدي مرسته هم کیږي.

دادان وزیري

Comments