د کچالیانو دو پیازه

comments 0

لازم توکي:
کچالو: دری عدده
پیاز: یو دانه
کوچ : ۵۰۰ ګرامه
غوړي:۵۰۰ ملي لیتره
تور مرچک : د اړتیا په اندازه
مالګه : د اړتیا په اندازه
زرد چوبه: د اړتیا په اندازه
د پخولو طریقه:
په لومړي سر کې دېګ په حرارت ږدو، اوبه غوړي،مالګه، او کچالیانو ته د ۷ دقیقو په موده جوش ورکوو البته کچالیان له پوټوکي سره اېشوو تر څو مات نشي، کله چې کچالیان نرم شول پرېږدو یې چې ساړه شي، یو دیګ په غوړیو ږدو او لږ کوچ او غوړي پکې اچوو او له ګرم کېدو وروسته پیاز پکې اچو تر څو اوبه یې جذب شي ، وروسته د پیازو د اوبو له جذبېدو لږ زرد چوبه پکې اضافه کوو تر څو رنګ یې طلایي شي ، اوس کچالیان ټوټه کوو او د پیازو پر سر یې اضافه کوو او د ۳ دقیقو لپاره تفت ورکوو وروسته له هغې ستاسو خواړه تیار دي او نوش جان یې کړئ.

Comments