د کچالیانو آشک

comments 0

لازمي توکي
: کچالو – دوه دانې
کوفته شوې غوښه
یو ګېلاس چکه
نیمه کیلو گندنه
یوه ګېډۍ رب
د چای څښلو یوه قاغوشه مالګه
د اړتیا په اندازه سره مرچک
د اړتیا په اندازه غوړي
د اړتیا په اندازه پیاز
یو دانه وچه نعنا
د اړتیا په اندازه اوږه ۳غوزې
د پخولو طریقه:
دېګ په ګاز باندې کېږدئ او غوړې پکې اضافه کړئ چې کله ګرم شو نو ګندنه پکې اضافه کړئ له مالګې سره تر هغې چې د ګندنې اوبه وچې (جذب) شي او دا یوه څنګ ته کېږدئ.
په یو بل دېګ کې غوړي اضافه کړئ او پرېږدئ چې غوړي ګرم شي وروسته له ګرمېدو پیاز پکې واچوئ او د پیازو په سر کوفته شوې غوښه ور اضافه کړئ او سره یې کړئ تر څو کوفته سپین رنګ ځان ته واخلي وروسته رب، مالګه ، وچ مرچک په کوفته ور اضافه کړئ،او ښه یې سره مخلوط کړئ او د دیګ سر د لسو دقیقو لپاره بخار ته پرېږدئ تر څو کوقته په سمه توګه پخه شي.
اوس نو کچالو له تراشک څخه ګردي ګردي لکه پکورې راوباسئ او په یوه کرایئ کې يې په غوړیو کې سره کړئ تر څو کچالو نرم شي اوس چې کچالو نرم شول له کرایئ یې راوباسئ او لږ مالګه پرې واچوئ اوس دهمدې کچالیو نه یو دانه لکه د آشکو اوړه داسې له ګندنې ډک کړئ او سر یې په نیم بل کچالو وربند کړئ په غوړیو کې یې سره کړئ وروسته له سره کولو یې په غابونو کې کېږدئ او په سر یې چکه، مالګه ، اوږه، او نعنا ګډ واچږئ. ستاسو آشک تیار دئ نوش جان موشه.

Comments

Leave a Reply