د کوکنارو کښت د سیمې امنیت لپاره ګواښ دی

comments 0

هندوکش – کابل: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو کر د سيمې د امنيت لپاره لوی ګواښ ياد کړی.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزي دفتر وايې چې په راوان کال کې به يواځې افغانستان کې د ۵۵۰ ټنو څخه تر ۹۰۰ ټنو ترياک توليد شي چې دا به په خپله افغانستان او همدارنګه ګاونډیو هيوادونو لپاره امنيتي ګواښونه زيات کړي.
په تازه خپاره شوي راپور کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې دکوکنارو کر د تیر کال په پرتله ۶۳ سلنه زیات شوی.
ملګرو ملتونو انديښنه ښودلې چې وسلوال به له دغو ترياکو شاوخوا ۷ مليارده ډالر ترلاسه کړي چې د افغانستان د کورني خالص عايد ۳۲ سلنه جوړوي.
ملګرو ملتونو د ترياکو د کر د مخنيوي لپاره پر افغان حکومت او نړيوالي ټولنې غږ کړی چې په ګډه هڅې وکړي څو د کر او قاچاق مخه يې ونيول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments