د کوکنارو کرکیله دوه برابره زیاته شوې

comments 0

هندوکش – کابل: د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزاتر مالومات ښيي چې د دوه زره شپاړسم کال په پرتله په دوه زره اولسم کال کې د کوکنارو کښت نږدې دوه برابره زیات و.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال احمد قایم وايي؛ سیاسي بې ثباتۍ، نا امني او په لرو پرتو سېمو کې د حکومت نه حاکمیت هغه لاملونه دي چې، د نشه یي توکو کرکیله او تولید یې زیات کړی.
د مالوماتو په اساس، هغو ولایتونو کې تر نورو د کوکنارو کښت زیات دی چې د دولت وسله وال مخالفین پکې فعالیت لري.
‎د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې ځکه د کوکنارو کښت زیات دی چې وسله وال د کښت او قاچاق له درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي.
د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت مالومات ښيي چې تېر کال درې نیم سوه زره کسانو ته د کوکنارو د کښت له امله کاري زمینه برابره وه.
د یاد وزارت مرستیال په یو خبري کنفرانس کې منلې چې بې کاري، فقر او ناامني د کوکنارو د کښت لوی لامل دی او له دې درکه طالبان زیاتې پيسې هم لاس ته راوړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments