د کوکنارو ضد کمپاین پیل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې په شل جريبه ځمکه کې د کوکنارو کښت لمنځه يوړل شو.
د والي عطاءالله خوږیاڼی وایي، کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې په شل جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل شول او کروندګرو ته سپارښتنه وشوه، چې حلال فصل وکري.
کوټ ولسوال نجيب الله رحماني او يو شمېر نورو مسئولینو، چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې د کوکنارو کښت لمنځه وړلو په موخه کمپاين پيل کړی په شل جريبه ځمکه کې يې د کوکنارو کښت واړوه.
نوموړي کروندګرو او د سيمې خلکو ته خبرداری ورکړ، چې د کوکانارو کښت څخه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند سره مخ شي.
فرهاد شهراني

Comments