د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې پاکستاني طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کونړ: د سیلاب 201 قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري رسنیو ته وويل، پرون يې د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ بزه ګل کلي کې د طالب وسله والو پر يوه ټولي بريدونه کړي، چې په ترڅ كې يې درې پاکستاني طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، دا بريدونه يې داسې مهال کړي، چې په ياده سيمه کې طالبان د ترهګريزو بريدونو د پلان جوړولو په هدف سره راټول شوي وو.
فقيري زياته كړه، په ترسره شوو بريدونو کې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
فرهاد شهراني

Comments