د کونړ ولسونو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش ــ کونړ: په کونړ ولایت کې قومي مشرانو،ځوانانو او دمدني ټولنو استازو دیوه سوله ایز لاریون په ترڅ کې په هېواد کې دسولې او اوربند غوښتنه وکړه.
یادوګډونوالو په هېواد کې دجګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل،چې نور جګړه بس کړي او سولې لار دې غوره کړي.
دوي طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي،چې نور دې بې ګناه انسانانو له وژنې څخه لاس واخلئ او راشې خپلې وسلې په ځمکه کیږدي اودخپل هېواد دویجاړولو پرځاي په ابادولو کې برخه واخلئ.
فرهاد شهراني

Comments