د کونړ ولسونو د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ کونړ: په کونړ ولایت کې قومي مشرانو، دیني عالمانو،ځوانانو او د مدني ټولنو استازو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتتې سربېره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې.
د یادو غونډې ګډونوال وایي، د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت څخه باید استفاده وشي او د جګړې ښکېل اړخونه دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د غونډې ګډونوالو د سولې په ملي پروسه کې د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو خوشې کول یو ښه اقدام وباله او له طالبانو یې هم وغوښتل، چې د سولې په پروسه کې خپل نرمښت وښيئ.
فرهاد شهراني

Comments