د کونړ ولایت ځايي چارواکي: داعش جنګیالیو په کونړ کې ماتې خوړلې

comments 0

هندوکش ــ کونړ: د کونړ ولایت ځايی چارواکي وايي، چې په کونړ ولایت کې داعش وسلوالو ماتې خوړلې او هغه سیمې چې پخوا په کې داعش وسلوالو فعالیت ترسره کاوه د افغان ځواکونو په ولکه کې دي.
دوی زیاتوي، داعش وسلوالو د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل په دره کې وسلوال فعالیت کاوه، چې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او د هوايي عملیاتو په ترڅ کې یاده سیمه په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاکه شوه.
چارواکي وايي، له یادو سیمو څخه چې کوم خلک د جګړې له مله بیځایه شوي وو بیرته خپلو کورونو ته راستانه شول.
فرهاد شهراني

Comments