د کونړ اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې

comments 0

هندوکش ـ کونړ: په کونړ ولایت کې قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او له دوی څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د یاد ولایت اوسیدونکو افغان امنیتي ځواکونو د وطن او خاورې رښتیني ساتونکي وبلل او له ټولو هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړئ او ترشا یې ودریږئ.
دوی همدا راز د یاد ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې میشتو سرتیرو ته د ستاینې په موخه ګلونه ډالۍ کړل او د دوی له هڅو څخه یې مننه وکړه.
فرهاد شهراني

Comments