د کونړ اوسیدونکو او دیني علماوو د سولې مشورتي جرګې له پریکړو څخه ملاتړ وکړ

comments 0

هندوکش ـ کونړ: په کونړ ولایت کې ديني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو،مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې مشورتې جرګې له پریکړو څخه ملاتړ وکړ.
د یادې غونډې ګډونوالو له وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل، چې د سولې مشورتې جرګې پریکړو ته درناوي وکړئ او په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
دوی وايي، سوله د هرافغان هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه د ولسونو هیلو او غوښتنو ته لبیک ووايي او سوله وکړي.
فرهاد شهراني

Comments