د کوز کونړ امنیه قوماندان په یوه برید کې ووژل شو

comments 0

هندوکش – کونړ: ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وایې چي دنا پیژنده وسله والو په یوه برید کې د کوز کونړ ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوې دې.
د چارواکو په وینا، د جنازې مراسمو پر مهال د کوز کونړ ولسوالۍ امنيه قومندان په ګډون ۲ تنه وژل شوي دي
دننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، کوز کونړ ولسوالۍ بډيالۍ سيمه کې د وري په ۸مه ماسپښين شاوخوا درې بجې د جنازې مراسمو پر مهال نا معلومو وسله والو ډزې کړي، چې له امله يې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل مطيع الله قاطع او يو بل ملکي وګړی وژل شوي دي
نوموړي زیاته کړې، په ياده پېښه کې څلور نور ملکي وګړي ټپیان شوي، چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی
دا په داسې حال کې ده چې کونړ کې پاکستان پلوي داعشیان او ایران پلوي طالبان په دې هڅه دي امنیتي ځواکونو پر وړاندې وضعیت خپلو اهدافو په موخه خراب کړي.
تراوسه د دغې پېښي مسولیت کومې وسله والي ډلي پر غاړه نه دي اخستي
فرهاد شهراني

Comments