د کوریا ټاپو وزمه دې بې وسلې شي

comments 0

هندوکش – شمالي کوریا: شمالي کوریا هم د کوریا ټاپو وزمې بې وسلې کولو غوښتنه وکړه.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د چین په بیجینګ له خپل چینايي سیال سره خبرو کې دا غوښتنه وکړه.
کېم جونګ اون په یوه پټ سفر بیجینګ ته تللی و چې اوس رسنیو څرګند کړ.
راپورونه وايي کیم جونګ د چین له ولسمشر شي جینپنګ سره په لیدنه کې په کوریا ټاپو وزمه کې پر سوله ټینګار وکړ.
دا په ۲۰۱۱ کال کې د کېم جونګ له واک ته رسیدو وروسته لومړی بهرنی سفر ګڼل شوی دی.
د کېم جونګ اون دغه درې ورځنی سفر نن پای ته رسیږي.
وحید امان

Comments