د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال وزیران په بند محکوم شول

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان د اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې قضايي او عدلي مرکز وایي چې پر دې دوو کسانو سربېره د دې دوسیې په تړاو څلور نور کسان هم محاکمه شوي دي.
په کابل کې د یوې محکمې پر مهال پر دغو دوو مرستیال وزیرانو تور پورې شوې چې وظیفه پر مهال یې “د خپلې دندې ناوړه ګته پورته کړې ده.
د عدلي او قضایې مرکز ویاند رسنیو ته ویلي چې، مرتضا رحیمي په ۳۶ میاشتو او واسع رووفي په ۱۸ میاشتو بند محکوم شو.
د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مشر نویدالله بخشي او د دغه وزارت درې نور کارمنان هم په ترتیب سره په ۳۶ میاشتو او ۱۸ میاشتو بند محکوم شول.
محکمې دا کسان تورن کړي چې د کورنیو چارو وزات د اړتیا وړ سونتوکو په رانیولو کې یې له داسې شرکت سره تړون کړی چې په شرایطو برابر نه و.
خو ویل کیږي چې د محاکمه شویو کسانو حکم پرېکند نه دی او بله محکمه هم په مخ کې لري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم د افغانستان د اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې د قضايي او عدلي مرکز محکمې روفي د خپلې دندې د ناوړه کارولو او بډو اخیستلو په جرم په ۱۴ کاله بند محکوم کړی و.
د یادونې وړ ده چې تردې و ړاندې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه ریس داکتر عبدالله عبدالله په پړیګنده ویلي وو چې فساد او مفسدینو پر و ړاندې چې هرې کچې کې وي مبارزه کوي او قانون ته به یې سپاري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply