د کورنیو چارو وزارت راتلونکو ټاکنو په اړه ډاډ ورکړ

comments 0

هندوکش – کابل: له کورني چارو وزارته په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، د یاد وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابی خلکو ته ډاد ورکړې چې د ټاکونو پروسه به په ښه توګه ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې په یاده غونډه کې، کورنیو چارو، د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو د راتلونکو ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي د ورکړې لپاره یو هوکړه ‌لیک هم لاسلیک کړ.

د کورنیو چارو وزارت په ‌داسې حال کې راتلونکو ټاکنو په اړه د امنیتي چمتووالي خبره کوي، چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت هم رسنیو ته دا منلې وه چې د نوي کال له پیل سره په‌ یو شمېر ولایتونو کې د ګواښونو کچه لوړه شوې ده.

که څه هم کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه چې د تېر کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوي هم ډاډ ورکړی وو چې دا پروسه به په امن او سرتاسري ډول ترسره کېږي، خو د هېواد د یو شمېر سیمو تر څنګ په مرکز کابل کې هم د ناامنیو له امله د ټاکنو په دوه ورځو کې زیات شمېر مرکزونه پرانه‌ نیستل شول.

بل پلو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویانده مروه امیني وايي، افغان حکومت باید تر دې دمه د قانون له مخې هغه سیمې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او هغه محلونه چې د خلاصېدو او بندېدو په اړه‌ يې معلومات نه ‌شته باید مشخص کړی وي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments