د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان په اړه ګډه غونډه ترسره شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په یاد وزارت کې د اداري فساد د لمنځه وړلو او اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ.
ښاغلی ویس احمد برمک وویل: د کورنیو چارو وزارت په یو شمېر ادارو کې بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتیا ده او هیله مند یم چې ټول مرستیالان، رئیسان او د ادارو مشران خپلې ټولې کاري چارې سمې او سالمې مدیریت کړي.
نوموړی تینګار وکړ چې، د اداري فساد په برخه کې هیڅ راز واسطه او وسیله موږ ته د منلو وړ نه ده او پر وړاندې به یې جدي مبارزه وکړو.
په دی غنډه کې د کورنیو چارو وزارت پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال پاسوال مسعود احمد عزیزي د کورنیو چارو وزارت ستراتیژیک پلان له مخې د پولیسو څلور کلن پلان په اړه معالومات ورکړل.
عزیزی وویل، موږ د خپلو ستراتیژیکو پلانونو له مخې د پولیسو څلور کلنې لارې، د پولیسو غښتلي کولو او ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي پولسیو د لیږدولو په برخه کې خپله هراړخیزه او پوره ستراتیژي ترتیب کړې ده.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply