د کورنیو چارو وزارت د حمید خراساني د له منځه وړلو امر صادر کړ

comments 0

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، تاکل شوې خراساني پر وړاندې نوي اقدامات ترسره کړي.
د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ هڅه وکړه نوموړی ونیسي خو د ملکي تلفاتو د مخ نیوي په موخه پولیسو د هغه کلابندي ماته کړه او بیرته ستانه شول.
اوس د افغانستان د کورنیو چارو استخباراتو څانګي د نوموړي د نیونی، د بانکي حسابونو د کنګل کولو او همدا راز له ملک څخه د هغه پر وتلو بندیز لګولی.
خراسانی وایي امراالله صالح ورسره شخصي دښمني لري نو ځکه د ده پر ضد اقدام کوي خو صالح وايي چې هر هغه کس به وځپي چې ملي نظم ګډوډوي.
خراسانی د افغانستان د ویاړلي بیرغ په سوځولو او د نورو قومونو په سپکولو هم تورن دی.
که چیرته په نوموړي تورونه ثابت شي له عمر بند سزا سره مخامخ کیدای شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments