د کورنیو چارو وزارت تقاعد ته برابر کسان لیرې کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت وايي٬ د جنرالانو او لوړ رتبه افسرانو د تقاعد د پېشنهادي طرحې له مخې به، د دغه وزارت یوشمېر جنرالان او نور لوړپوړي افسران تقاعد ته سوق شي.
دغه وزارت وايي، د اصلاحاتو راوستلو او ځوانو افسرانو ته د فرصتونو د برابرولو په موخه، په دغه وزارت کې یوشمېر جنرالان او لوړ رتبه افسران تقاعد ته سوق کېږي.
دغه وزارت وايی٬ دا چې په څومره او کوم افسران په دې پروسه کې راځي، له بشپړېدو وروسته به یې نومونه او جزیات وړاندې شي.
تر دې وړاندې ملي دفاع وزارت کې ۱۶۰ جنرالان د ولسمشر په لاسلیک تقاعد شول او پر ځآی به یې نور ځوان کهول ځای ونیسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply