د کندهار کوچیان له وچکالۍ سر تکوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت مقام نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې ښاغلي والي سره په خبرو کې د یاد ولایت کوچیانو او مالدارانو له روانې وچکالۍ شکایت وکړ.
کوچیانو او مالدارانو د وچکالۍ شکایت نن د څارویو د طاعون نارغیو د مخنیوي د واکسین د تطبیق په پروګرام کي د کندهار والي ته وکړ.
دا پروګرام دکندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د ښورا اندام او حاجي عزیز کلیو تر منځ په دښته کي جوړ سوی ؤ چي پکښي د والي تر څنګ د کرهڼي او مالداري رئیس، دکوچیانو چارو رئیس، د مالدارانو د شورا مشر او ګڼ شمیر مالدارانو ګډون کړی ؤ .
کوچیانو او مالدارانو د کندهار والي څخه مننه وکړه چي د دوی ستونزو ته رسیدګي کوي خو د روانې وچکالۍ اړوند یې خپلي انديښني هم ورسره شریمي کړې.
د کندهار والي د کوچیانو او مالدارانو اندیښني پرځای وبللي او زیاته یي کړه، دولت د دوی شته ستونزو ته متوجه دی او د نړیوالو مرستندویه هیوادونو په مرسته هڅه کوي چي د وچکالۍ له امله د څارویو د تلفاتو مخه ونیسي .

والي دوی ته ډاډ ورکړ او و یې ویل نن چي په څارویو کي د طاعون د نارغیو د مخنیوي واکسین د تطبیق پروګرام پېل کړ همداسي به څارویو ته د خوراک برابرولو پروګرام هم پېل کړي .
ننګیالۍ کوهنورد

Comments