د کندهار ښار په ۱۴مه ناحیه کې غبرګو چاودنو کې ۴ تنه ټپیان شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت امنیتي چارواکي تأییدوي چې په ۱۴مه ناحیه کې په دوو جلا چاودنو کې درې پولیس او یو ملکي کس ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو یوه مسؤل عبدالبشیر خاکسار ازادي راډیو ته وویل وسله‎والو مخالفینو چاودېدونکي مواد د برښنا په یوه جاین بکس کې ځای پر ځای کړي وو.
ښاغلی خاکسار زیاتوي:
“د کندهار ولایت د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نظم خاص قطعې تر څنګ یوه چاودنه وشوه چې د پولیسو په ور رسېدو دوهمه چاودنه هم وشوه. درې پولیس ټپیان لرو او یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.”
هغه وویل، په سیمه کې یو شمېر نور پولیسو ته چې ده‌یې شمېر یاد نه‎کړ، د بم په چاودېدو سره خاورې او شګې وربادې شوي چې سطحي زیان ور رسېدلی.
خاکسار وویل چې پولیسو څېړنې پیل کړي او ژر به د پېښې ډېر جزئیات روښانه شي.
کومې ډلې د دې بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخیستی.
سرچینه : آزادی رادیو

Comments