د کندهار ځوانانو نیش وهلو ته مخه کړه

comments 0

هندوکش ـ کندهار: له کندهاره د ښوونځيو او دیني مدرسو زده کوونکي هم د تاریاکو د نېښ وهلو یا را ټولولو ته روان دي.

د کندهار – هلمند د لویې لارې امنيتي مسوولين وايي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې هره ورځ د سلګونو ځوانانو په ګډون د ښوونځيو زده کوونکي هم د تاریاکو د نېښ وهلو په موخه د هلمند او کندهار هغو سيمو ته ځي چې کوکنار حاصل ته رسیدلي

پولیسو د نیښ وهلو لپاره تلونکي کسان ټول د مدرسو او ښوونځیو زده کوونکي یاد کړي چې اکثره یې ځوانان دي.

هلته اوس د کوکنارو فصل حاصل ته رسیدلی او خلکو له ټولو روزګارونو څخه  کوکنارو ته مخه کړې.

Comments