د کندهار په هوایي ډګر د برید مخه ونیول شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په نړیوال هوایي ډګر د برید لپاره هغه توغندي شنډ شوي چې د طالبانو له لوري برید ته چمتو شوي و.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني وایي، وسله والو طالبانو د ډنډ په کلانتر سیمه کې اته توغندي پر هوایي ډګر د برید لپاره تیار کړي و چې پولیسو شنډ کړي.
د دراني په خبره، د توغندیو په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي، خو څېړنې روانې دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply