د کندهار په معروف ولسوالۍ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، معروف او ارغستان کښي دوې اوونۍ وړاندي نظامي عمليات پيل سوي وه، چي په برياليتوب سره پای ته رسېدلي دي.
بلخوا دکندهار دامنيې قومندانۍ دامنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي معروف ولسوالي ددښمن له شتون څخه پاکه سوې او دغلته يې دګډو ځواکونو په عملياتو کي ۲۷تنه وسلوال مخالفين وژلي او ۱۵ نور يې ژوبل کړي دي، چي ګڼي وسلې او وسايط هم پوليسو ترلاسه کړي دي.
ښاغلي اطرافي دا راز هغه اوازې هم رد کړې، چي ګواکي وسلوالو طالبانو د معروف ولسوالۍ مرکز نيولی دی، هغه وايي، د خلګو د ستونزو د ښه هواري لپاره يې د معروف ولسوالۍ مرکز له يوې سيمي بلي ته انتقال کړې، چي په وينايې په دې سره به د ولسوالۍ مرکز ته د خلګو لاس رسی اسانه سي.
ښاغلي اطرافي دغه راز په شاولي کوټ او غورک ولسواليو کي هم دعملياتو دترسره کېدلو خبر ورکوي او وايي، چي وسلوالو مخالفينو اوس دجګړې توان له لاسه ورکړی او امنيتي ځواکونه په برياليتوب سره تعروضي عمليات پر مخ وړي .
ننګیالۍ کوهنورد

Comments