د کندهار ولس د افغان ځواکونو په ننګه راووتل

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ارغنداب او ژړۍ هغه دوې ولسوالۍ دي چې پکې عامو خلګو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې دي.
د ارغنداب ولسوال انجینر محمد شریف رسولي وايي، په دې ولسوالي کې ۲۲۰ تنو ځوانانو د افغان ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې او غواړي چې په راتلوونکي کې د خپلې ولسوالۍ په ساتنه کې له افغان سرتېرو سره مرسته وکړي.
د رسولي په خبره، دغه کسان يې د ملي امنیت او سیمه‌ییزې اردو په رسمي قطعو کې جزب کړل او تر روزنې وروسته به سیمې ته ولېږل شي.
هغه کسان چې د حکومتي ځواکونو په ملاتړ يې وسلې پورته کړي وايي، غواړي چې د خپلو ولسوالیو په ساتنه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
بلخوا قومي مشران په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګېدو په برخه کې د خلګو همکاري ډېره اړینه بولي.
د ارغنداب تر څنګ په ژړۍ ولسوالۍ کې هم لسګونو ځوانانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسلې پورته کړې او غواړي چې د ولسوالۍ په امنیت کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په پروان ولایت کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره هم مهاله د دغه ولایت سلګونو اوسېدونکو د دغه ډلې پر وړاندې وسله اخیستې او له طالبانو سره د جګړې لپاره د دغه ولایت غوربند ولسوالۍ لاړل.
عبدالله اڅکزی

Comments