د کندهار والي ترهګرو پر وړاندې پر مبارزې تینګار وکړ

comments 0

هندوکش – کندهار: رسنیو سره په خبرو کې د کندهار نوي والي حیات الله حیات ویلي هیله لري چې د سولې روانې هڅې مثبتو پایلو ته ورسېږي، خو تر څنګ یې د ترهګرو ډلو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کوي.

د کندهار والي وايي، دوی د سولې ملاتړي دي خو افغان ځواکونه باید هغه ډلې او کسان له منځه یوسي چې سوله نه غواړي.

حیات افغان ځواکونو ته په خطاب وویل، ټول هغه کسان له منځه یوسی چې د سولې خبرو ته غاړه نه اېږدي او جګړې ته ادامه ورکوي.

د حیات په وینا د افغانستان حکومت د سولې ملاتړی دی، خو هغه سوله د ټولو په خیر بولي چې په هغه کې د افغانانو عزت خوندي شي او وکړی شي په هېواد کې روانې جګړې په دایمي توګه پای ته ورسوي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments