د کندهار هوايي ډګر الوتنې ښايي نن بېرته په عادي ډول پیل شي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د ازادی رادیو له قوله، د کندهار د هوايي ډګر مسؤلین هیله ‌من دی چې نن یکشنبه به بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شي.
پرون هوايي ډګر ته څېرمه د دوو راکټونو د لګېدو له کبله چې زیان‌یې نه ‌و اړولی، د الوتنو بهیر ټکنی شو.
د هوايي ډګر مسؤل مسعود پښتون ازادي راډیو ته ویله ده، توغندي داسې وخت لګېدلي چې له کابله د کام‌ایر هوايي شرکت یوه الوتکه د ناستې په حال کې وه، خو الوتکه له کېناستو پرته بېرته کابل ته ستنه شوې ده.
د زمري/اسد پر نهمه هم د کندهار پر هوايي ډګر توغندي ویشتل شوي وو چې د الوتکو رنوې یې تخریب کړې وه او د الوتنو بهیر یې ټکنی کړی و.
شاه رسول غزنوی

Comments