د کندهار سپین بولدک کې د ۲۰ خاورین حوضونو چارې پیل شوې

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار د کرنې ریاست خبر ورکوي، چې د دې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي.
دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له خوا پلي کیږي، د کندهار د بولدک ولسوالۍ د ځایي مالدارانو او کوچیانو د مالدارۍ د ودې په پار په کې، د مالدارانو څارویو لپاره ۲۰ خاورین حوضونه او د څړځایونو بیارغول شامل دي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې پروژې پلي کول په دې سیمه کې د مالدارۍ د ودې ترڅنګ د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د بولدک ولسوالۍ برخمن شوي کوچیان او ځايي مالداران د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د مالدارانو او بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له مالدارانو او بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.
هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ د دې لامل کیږي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې د دې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه تر دې وړاندې هم یو شمېر پروژې پلي شوي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یو شمېر ستونزې یې هوارې کړي دي.
سیدي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یو شمېر نورې پروژې هم پلي شي، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به د دې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یو شمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.
عبدالله اڅکزی

Comments