د کندهار د پارلماني ټاکنو وروستۍ پیلې اعلان شوې

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د اعلان شوي پیلو سره سم ،  د کندهار ولایت د پارلماني ټاکنو په وروستیو پایلو کې حاجي سید احمد خادم، سید احمد سیلاب، سید مقتدا میران، محمود خان نصرت ، روح الله خانزاده ، ګل احمد کمین ، خلیل احمد مجاهد،محمد عارف نورزی، فریبا احمدي کاکړ، پروین نامه او ملالۍ اسحاقزۍ د بریالیو کاندیدانو په توګه پارلمان ته لاره موندلې.

د کندهار ټاکنې د دغه ولایت د امنیه قومندان جنرال رازق د وژنې له کبله د تلې/میزان د ۲۸ او ۲۹ نيټې له ټاکنو یوه اونۍ وروسته ترسره شوې، چې د خلکو په وینا له پراخو مشکلاتو او درغلیو سره ملې وې.

په پام کې وه چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د لېندۍ په ۲۹مه نېټه اعلان شي، خو د شپږو میاشتو له تېریدو راهیسې تر اوسه ایله د ۲۸ ولایتونو د ټاکنو پایلې اعلان شوې او او د غزني پرته د پنځو ولایتونو رأیې لا هم له اعلانه پاته دي، په پام کې ده چې د غزني ولایت پارلماني انتخابات به د را روانو ولسمشریزو ټاکنو سره په یوه ورځ د تلې/مېزان په ۶مه نېټه ترسره شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments