د کندهار دوه ولسوالیو کې عملیات شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهارمیوند او پنجوايي ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشیر خاکسار وايي، دوه ورځې وړاندې افغان ځواکونو په میوند او پنجوايي ولسواليو کې عملیات کړي، چې پر مهال یې لس وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
خاکسار وایي د دغو عملیاتو پر مهال څلور کلي هم له وسله والو پاک شوي دي.
دا عملیات د طالبانو د مشهورو قومندانانو پرضد پيل شوي و چې د عملیاتو پرمهال له سیمې تښتيدلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments