د کندهار دوه ولسوالیو کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومندان وايي، په ښورابک او ریګستان ولسواليو کې طالبانو امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي چې په ځوابیه بریدونو کې طالبان په شا تمبول شوي او مرګ ژوبله یې ور اړولې.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه نهه بجې طالب وسله والو په ښورابک او ریګستان ولسوالیو کې د پولیسو پر امنيتي پوستو همهال بریدونه وکړه، چې د پولیسو په ځوابي غبرګون کې جګړه د شپې تر ۱۲ بجو غځېدلې.
د دراني په خبره په دغه درې ساعته جګړه کې اوه وسله وال وژل شوي او درې نورټپيان دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply