د کندهار او سیدونکو د طالبانو له لوري ملکي وګړو په وژنه غبرګون ښودلی

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت کې په یوه جوړه شوې غوڼده کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د طالبانو له خوا د ملکي وګړو په وژنه سخت غبرګون ښودلی دی.
د کندهار ولایت اوسیدونکي وايي، طالبانو په کندهار ولایت کې په بیلا بیلو بریدونو کې سلګونه ملکي وګړي شهیدان کړي دي او د دوی له لوري نور داسې بریدونه مونږ ته دزغملو نه دي.
دوی زیاتوي که طالبان په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي هدف وګرځوي نو دوي به يې په وړاندې ولسونه راپورته کړي.
په ورته وخت کې دیاد ولایت دیني عالمان طالبان له اسلامي ارشاداتو څخه په بې خبرۍ تورنوي او وايي، چې طالبان له اسلام څخه په بشپړ ډول معلومات نه لري.
عبدالله اڅکزی

Comments