د کندهار اوسیدونکو له خلکو غوښتي دي، چې د سولې ملي پروسې لپاره سره متحد شئ

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت ګڼ شمیر دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو غړو په یوه جوړه شوې ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.
دوی همدا راز وايي، خلک له اوږدې بېوزلۍ، نا امنۍ، جګړې او افغان وژنې څخه ستړي شوي دي او یوازې په هېواد کې د اوږد مهاله سولې غوښتنه کوي.
د یادې غونډې ګډونوال په یوه غږ سره له هېوادوالو غواړي، چې په خپلو منځونو کې ملي یووالي وساتي.
عبدالله اڅکزی

Comments