د کندهار اوسیدونکو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ـ کندهار: په کندهار ولایت کې ګن شمیر قومي مشرانو، ځوانانو، معلولینو او ماشومانو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه، او د سولې په پروسه کې یې د پاکستان، ایران او چین هېوادونو لاس وهنې یې په سختو ټکو سره وغندلې.
د لاریون ګډونوالو د سیمو له هېوادونو څخه وغوښتل، چې د سولې او امن لپاره دې کار وکړي او د بې ځایه لاس وهنې څخه دې لاس واخلئ.
دوی همدا راز زیاته کړه، چې سوله د هر افغان مسلم حق ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه په ځانګړي ډول طالبان نورجګړه بس کړئ او دسولې له پروسې سره یو ځای شئ.
عبدالله اڅکزی

Comments