د کندهار اوسیدونکو د تاوتریخوالي د کمیدو اونۍ ونمانځله

comments 0

هندوکش ـ کندهار: په کندهار ولایت کې قومي مشرانو،ځوانانو او دجګړې قربانیانو دتاوتریخوالي دکمیدو اونۍ نمانځنې په ویاړ سړکونو ته رواتلي وو او دتاوتریخوالي دکمید هرکلی یې وکړ.
دوي دیادې اونۍ دنمانځې په مهمال دجګړې له اړخونو وغوښتل،چې خپلو کړو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندي ترڅو دباور فضا رامنځته شي او په هېوادکې د دایمي سولې خاوندان شو.
یادونه!دتاوتریخوالي دکمیدو داونۍ په موخه په بیلا بیلا ولایتونو کې د ملاتړغوڼدې ترسره شوي دي.
عبدالله اڅکزی

Comments