د کندهار اوسیدونکو د افغان ځواکونو د هڅو ستاینه کړې

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په کندهارولایت کې دیني عالمانو، قومي مشرانو،ځوانانو او دیاد ولایت اوسیدونکو په یوه جوړه شوې غونډه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کړي اود دوي هڅې یې ستایلي دي.
په یاده جوړه شوې غونډه کې قومي مشرانو افغان ځواکونه له وسلوالو ترهګرو سره په جګړه کې بریالي وبلل او دوی ته یې دبشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
په غوڼده کې یو تن دیني عالم د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په هېوادوالو غږ کړی دی، چې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
عبدالله اڅکزی

Comments