د کندهار – ارزګان لوی لارې خلاصون په هدف عملیاتو پیل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: په ارزګان کې ځایي امنیتي چارواکي وایی چې د امنیتي ځواکونو پام کې لري چې د اروزګان ـ کندهار د لويې لارې د خلاصون په هدف یو ځل بیا پوځي عملیات پیل کړي دي.
دغه لاره وسله والو طالبانو له درېیو کلنو راهیسې د دولتي کسانو پرمخ تړلې ده.
چارواکي وايي، پلان لري چې د یادې لارې تر خلاصون وروسته يې دا ځل امنیت د تل لپاره وساتي.
دا په داسي حال کې ده چې دوه میاشتې مخکې هم افغان پوځیانو یاده لاره د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې وه، خو د دوو ورځو په تېرېدو بېرته د وسله والو طالبانو لاسونو ته ولوېده.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments