د کندهارـ کابل لار وتړل شوه

comments 0

هندوکش – کندهار: راپورونه وایي، د کابل کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده .
د غزني د والي ویاند عارف نوري وایي، طالبانو د آب بند ولسوالۍ په اړوند سیمه کې درې پلونه نړولي دي.
نوري وایي، ددغو پلونو په نړل کېدو سره لار تړل شوې ده .
نوري وایي، طالبانو د قره باغ ولسوالۍ اړوند عبدالله ګل سیمه کې طالبانو غوښتل چې پل ونړوي خو خپل ماین پرې چاودنه کړې ده
نوري وایي، په دغه پېښه کې څلور طالبان وژل شوي او یو ټپي دی.
شاه رسول غزنوي

Comments