د کندز پیښي تر شاه حقایق څه دي!/ لیکوال : احمد نوید

comments 0

مخکې له دې چې د پیښي په اړه څه ووایو، له هر څه د مخه د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د کندز په پیښه کې هغه ملکي وګړي چې شهیدان شوي د جنت فردوس غوښتنه او درنو کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته یې د عاجلي شفا غوښتنه کوو.
قدرمنو هیوادوالو: لکه د لمر پشان روښانه ده چې د ګران هېواد روانه تپل شوې نیابتی جګړه د نورو جنګ دې چې د سیمې او ګاونډی هېوادونو استخباراتو لخوا پر مخ بیول کېږی،خپلی ګټې د روانو جګړو په تداوم کې وینې پدې ډول زمونږ بیوزله اومسلمان ولس دجګړوپه اورکې سوزوي او د دغو ټولو ناخوالو، جګړو، مرګ ژوبلې او کړاونو لامل یواځې او یواځې دسیمې او ګاونډیو هیوادونواستخباراتي کړئ او په ځانګړی توګه د پاکستان د ای اس ای څارګری ډله ده چې له پیله بیا تر اوسه تروریستان روزي او زمونږ د مظلوم هیوادوالو د وژلو او هیواد د ورانولو په موخه یې له تمویل او تجهیز وروسته افغانستان ته راستوي.
خو کله چې نړیوالو ټولنه په ځانګړی توګه د امریکا متحده ایالات دې پایلي ته ورسیدل چې پاکستان هغه هیواد دی چې په افغانستان او سیمه کې له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي او هغوي ته یې په خپله خاوره کې روزنځایونه برابر کړي، نو د نړیوالې ټولنې سربیره امریکا هم په پاکستان خپل فشارونه زیات کړل تر څو د تروریزم له تجهیز او ملاتړ څخه لاس واخلی هاند دا چې له تروریزم څخه د ملاتړ په لست کې هم شامل کړ.
خو پاکستان له دغو فشارونو او کواښوونو وروسته په دې لټه کې شو تر څو په افغانستان کې خپلې استخبارتي لوبې ته یو بل اړخ ورکړي هغه دا چې په دې وروستیو ورځو کې کویتي په ښار کې د ای اس ای لخوا یوه غونډه تر سره شوه تر څو څه ډول دوي امریکا ته دا ثابته کړي چې د کویتي شورا مشران په پاکستان کې نه ، بلکې په افغانستان کې دي یوه لوبه په لاره واچوله، الو له بلې خوا یې د کویتي شورا مشرانو یې راغوند کړل او د یوې ناستي پر مهال یې ورته دستور ورکړ چې د خپلو پسرلنیو عملیاتو په موخه په کندز ولایت کې یوه پراخه غونډه جوړه کړي او په دې موخه یې د کویتي شورا ځیني مشران هم کندز ته رواستول، وروسته له هغه یې له امریکا څخه د کریدت اخیستو په موخه دا موضوع د هغوي له استخباراتی کړیو سره شریکه کړه چې په کندز کې د کویتي شورا د مشرانو په ګدون د طالبانو پراخه غونډه د جوړیدو په حال کې ده، تر څو د افغانستان پر وړاندې یوه بله دوه مخې لوبه پر مخ بوځي او دا څرګنده کړي چې د کویتي شورا غړی په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دي او له دغې لارې شته فشارونه په ځان کم کړي .
وروسته له هغه چې د امریکا او افغان حکومت لخوا دغه موضوع تر څار لاندې ونیول شوه نو دا څرګنده شوه چې د کویتي شورا د غړو سربیره ځیني نور بهرني تروریستان هم په دغه ناسته کې شتون لري او غواړي چې په کندز او ورته نورو ولایتونو کې د پراخو عملیاتو پلان جوړ کړي، چې د دوي پر دغې ناستي باندې هوایی برید تر سره شوو او د کویتي شورا د غړو او بهرنیو تروریستان په ګدون د طالبان ګن شمیر مشران او قوماندانان ووژل شول، چې له بریده وروسته یې د عوامو خلکو د ذهنیت خرابیدو په موخه یو لړ کاذب او دروغجن تبلیغات هم په لاره واچول چې دغه برید د دستار بندی په مراسمو تر سره شوی او ټوله مرګ ژوبله ملکی خلکو ته اوښتي ده، تر څو له دغې لارې د حکومت پر وړاندې زمونږ د متدینو هیوادوالو احساسات راوپاروي.
د دې تر څنګ دا حقیقت هم باید له سترګو ونه غورځوو چې د طالبانو ترهګري ډلي تل زمونږ له مظلوم او بې ګناه خلکو څخه د یو سپر توګه کار اخیستی او د هغوي په منځونو کې ځانونه پټ ساتلي تر د هغوي پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات له ستونزو سره مخ کړي، خو سربیره پر دې هم افغان امنیتي ځواکونو په دغه برخه کې له ډیر احتیاط څخه کار اخیستي تر څو ملکي خلکو ته د دوي د عملیاتو پر مهال کوم زیان ونه رسیږي او دا یې ټول ولس ته ثابته کړی هم دی.
نو دغه حقیقت او د ګاونډیو استخباراتی کړیو ناوړو اهدافو ته په کتو سره له خپلو ځوریدلواو کړیدلو هیوادوالو څخه غواړو چې په دغه حساس پړاو کې خپل احساسات کنترول کړي او هیڅ کله هم د دښمن په هیڅ ډول ناورا اوله دروغو ډکو تبلیغاتواو پروپاګنډو تېر نه ووځئ، دښمنان هره ګړئ مونږ ته په کمین کې ناست دي ترڅو زمونږ له خالیګاوو ګټه پورته کړي او پدې ډول ځانونه خپلو شومو او ناوړه موخو ته ورسوي، قومي، ژبني، مذهبي سمتي ګوندي او خپلمنځي اختلافاتو ته لمن ووهي او ګران هېواد او کړیدلي ولس مو تل د بحران ، ستونزو اوجګرو سره لاس او ګریوان کری.
په پای کې یو ځل بیا د الله تعالی له دربار څخه هغو ملکي وګړو ته چې په دغې پیښي کې شیهدان شوي د جنت فردوس او د افغان مظلوم ولس دښمنانو ته د جهنم غوښتنه کوو.

Comments