د کندز په یوه مدرسه کې د طالبانو ماین چاودنې ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت امنیتي چارواکي وایې چې بیګا شپه د دغه ولایت د ارچي ولسوالی په یوه مدرسه کې چاودنه شوې، چې د یادې مدرسې پنځه زده کوونکي پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه مدرسه چې د مولوي عبدالواحد په نوم یادیږي، د ارچي ولسوالی په قپچین کې موقعیت لري.
د سیمې خلکو تائید کړې چې طالبانو د دغه مدرسې څخه د یو سنګر په توګه کار اخیسته او په وینا یې یادې مدرسې ته ډېری وخت د وسله والو طالبانو قوماندان ورځي او هڅه کوي چې زده کوونکي یې د ترهګریزو بریدونو لپاره وروزي.
د کندز د امنیتي چارواکو ویلي چې دغه ماین په داسې وخت کې چاودنه کړې چې طالبانو هڅه کوله ماین جوړ او پر همدغه شپه یې په سړک کې ځای پر ځای او د افغان امنیتي ځواکونو کاروانونه او ملکیان په نښه کړي.
دا لومړی ځل ندی چې په دیني مدرسو کې د وسله والو طالبانو له لوري جوړیدونکي ماینونه پر دوی چاودنه کوي، بلکې لدې وړاندې هم د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو ورته راپورونه وکړل شوي دي.
نجیبه سروري

Comments