د کندز عملیاتو څه باندې دوه زره کورونه بې ځایه کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: کندز کې د کدوالو چارو ریس وایې چې طالبان پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو پراخ عملیات ددې لامل شوي چې څه باندې دوه زره کورونو بې ځایه شي.
یاد کورنې د کندز له چهار درې ولسوالۍ هغه مهال بې ځایه شوي چې افغان امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې ژمنې عملیات پیل کړل.
د چارواکو په وینا، بې ځایه شوې كورنۍ اوس د کندز په مرکز کې په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي.
بې ځایه شوي کډوال وایي چې هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.
دوی زیاتوي چې ډېری کورنۍ یې سرپرستان نه لري او کورونه یې هم د جګړې له امله وران شوي دي.
په ملي شورا کې د کندز استازي وایي چې د جګړو له امله هره ورځ نور کسان بې ځایه کېږي او حکومت هېڅ رسیدګي نه ده ورته کړې.
دا په داسې حال کې ده چې پوځي چارواکي وایي، وسله وال مخالفين د عامو خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي او د جګړو له امله ډېر کورونه وران شوي، خو زیاتوي چې دغه عملیات به د سیمې تر پاکېدو جاري وساتي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply