د کندز دریمې امنیتي حوزې پنځو تنو وظیفې وځندول شوی

comments 0

هندوکش – کندز: کندز کې د امنیتي حوزو پنځو کارکوونکو ترڅنګ، کار کې د غفلت له امله د ملي امنیت څلورو تنو آمرینو وظیفې هم ځندول شوي دي.
کندز کې مسوولین وایې چې وظیفې کې تیرې له امله د پولیسو پنځو حوزو آمرینو او د ملي امنیت څلورو حوزو مشرانو وظیفې ځندول شوي او څارنوالې ته معرفي شوي دي.
تېره اونۍ ځايي چارواکو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په غونډه کې ویل شوي ول که چیرې اړوندو حوزو کې جنایي پیښه یا هم کومه بله پیښه ترسره شي نو سمدستي به امنیتي چارواکې څارنوالې ته معرفي کیږي.
د کندز ولایت ویاند سید محمود دانش پرون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پنځو پولیسو مسوولینو کې آمر، مرستیال، د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې مدیر، جنایي جرمونو مدیر او د بلوک قومندان شامل دي چې وظیفې ځندول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه د نوموړو ترڅنګ د ملي امنیت څلورو حوزو آمرینو وظیفې هم ځندول شوي چې ویل کیږي د نومول شویو کسانو وظیفې په داسې حال کې ځندول کیږي چې تیره ورځ نا پیژنده وسله والو پر دوو تنو پولیسانو بړید کړې چې له امله یې تپیان شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Comments

Leave a Reply